European Union European Union Election Observation Mission to Afghanistan 2009
   
EU Ecuador flag


سر څارونکی – فیلیپ موغیون
فیلیپ مورغیون په کال ۱۹۳۵ د موراکو په کازابلانکا کې زېږېدلی دی. هغه یو پخوانی فرانسوی جنرال او د اروپایی پارلمان غړی ؤ. د ۲۰۰۴ کال په جولای کې هغه د اروپایی پارلمان د کب نیونکیو د ډلګۍ مشر په توګه وټاکل شو.

وړاندې له دې چې سیاست ته مخه کړي، هغه د پوځ جنرال ؤ او په بوسنیا کې یې د (۱۹۹۲-۱۹۹۳)  په کلونو کې د ملګرو ملتونو د ساتونکي پوځ مشري په غاړه لرله.  له بوسنیا څخه وروسته، مورغیون د چټک غبرګون د پوځ مشري کوله چې وروسته یی بیا د ځمکني پوځ د جنرالۍ له رتبې سره تقاعد وکړ. هغه د Légion d'honneur مشر افسر دی.

زده کړې
د سنټسیغ له حربي پوهنتون څخه په کال (۱۹۵۶) کې فارغ شوی.
په سوپیلیک د برق له ښوونځي څخه په کال (۱۹۶۴) کې فارغ شوی.
د اردو مامورینو له پوهنتونه په کال (۱۹۷۴) کې فارغ شوی.

کاري تجربه

  • ۱۸۴-۱۹۸۶: د ملي شورا د اردو کارپوه
  • ۱۹۸۸-۱۹۹۰: په نړېوالو اړیکو کې د ملي شورا د پلاوي غړی
  • ۱۹۹۳: د دفاع په وزارت کې د دولت سلاکار
  • ۱۹۹۲-۱۹۹۳: په بوسنیا کې د ملګرو ملتونو د ساتونکیو ځواکونو قوماندان
  • ۱۹۹۴-۱۹۹۶: د چټک غبرګون د پوځ مشر
  • ۲۰۰۵: د اروپايي پارلېمان غړی او د اروپايي ټولنې لخوا د افغانستان پر ټولټاکنو د څارنې د ماموریت څارونکی
  • ۲۰۰۵: د اروپايي ټولنې لخوا د کانګو د اساسی قانون پر ټولپوښتنې سرڅارونکی
  • ۲۰۰۶:  د اروپايي ټولنې لخوا د کانګو د جمهوری ریاست او قانون جوړونې پر ټولټاکنو سرڅارونکی
  • ۲۰۰۸: له افغانستان سره د اروپايي پارلېمان د اړیکو د پلاوي پخوانی مرستیال
  • ۱۹۹۹-۲۰۰۹: د اروپايي پارلمان غړی

 

 

 
English  |  دری

All rights reserved © European Commission