European Union European Union Election Observation Mission to Afghanistan 2009
   
EU Ecuador flag

په افغانستان کې د ټولټاکنو اداره

د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نورو دولتي ارګانونو او حکومتي بنسټونو څخه یوه خپلواکه اداره ده چې په افغانستان کې د ټولو ټاکنو او ټولپوښتنو برابرول او ترسره کولو ته ژمن دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوه غړي لري چې د افغانستان د ولسمشر لخوا د درې کلونو د مودې لپاره ټاکل کیږي، چې دغه غړي په غیر معین ډول سره بدلیدلای هم شي. اوسمهال ډاکټر عزیزالله لودین د کمیسیون رئیس او جنرال ایوب اصیل یې مرستیال دی.

په کال ۲۰۰۹ کې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لومړي ځل لپاره د ټاکنو د تنظیم دنده په ټولي توګه سمبالوي. د انتقالي دورې پر مهال، په موقت ډول د ۲۰۰۴ کال ولسمشريزې ټاکنې او د ۲۰۰۵ کال پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ټاکنو د تنظیم ګډې ادارې لخوا ترسره او وارزول شوې. دا ګډ بنسټ د افغان دولت او ملګرو ملتونو څخه جوړ شوی و. د ۲۰۰۵ کال په وروستيو کې، د ټاکنو د تنظیم ګډه اداره د ولسمشر د یو فرمان له مخې منحل او ټولې دندې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارل شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سکرتریت
سکرتریت د دغه کمیسیون اجرايوی څانګه ده چې د عملیاتي پلانونو، مقرراتو او تګلارو د جوړولو او تطبیق دنده لري.
د سکرتریت مشري د اجرايوي آمر په غاړه ده چې د کمیسیون د رئیس لخوا د ولسمشر له تصویبه وروسته ټاکل شوی. د سکرتریت اجرايي آمر او د هغه دوه اداري او عملياتي مرستيالان د ټاکنو د ورځني تنظیم او ادارې مسولیت لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل ټول فعالیتونه په خپل مرکزي دفتر کابل کې، اته ساحوي دفترونو او ۳۴ ولایتي دفترونو کې ترسره کوي. دغه دفترونه د ټاکنو ولایتي آمرینو او د ولسوالیو ساحوي همغږي کوونکو تر نظر لاندې د ټاکنو د تنظیم او څار دنده په هره ولسوالۍ کې په غاړه لري.

نړيوال ملاتړ

 
افغانستان ته نړېوال ملاتړ د ملګرو ملتونو د ماموریت (UNAMA) لخوا ترسره کېږي چې دغه دنده يې د ملګرو ملتونو پراختيايي صندوق د ټاکنو د پروژې د رهبرۍ ټیم ته سپارلې ده. نړېواله ټولنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته تخنیکي مشورې او مرستې د تخنیکي مشاورینو لخوا د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې برابروي. د دغو تخنیکي مشاورینو ډله چې په کې د ملګرو ملتونو، د ټاکنو سیسټم لپاره نړېوال (IFES ) او آسیايي بنسټونو څخه مشاورین شامل دي چې د UNDP د ټاکنو د پروژې لخوا همغږي کېږي.

د ټولټاکنو مهالوېش

د ټاکنو نېټه د ۲۰۰۹ کال د مارچ په څلورمه اعلان شوه او د رايه اچونې ورځ یې د اګست ۲۰ مه ټاکلې وه. د لیکلو پر وخت، مهالوېش په لاندې ډول دی:

۲۱ اپرېل

د ټاکنو د کليزو خپرول

۱۸ – ۲۴ اپرېل

د کاندیدانو د نوملیکنې د بهیر پیل

۲۵ اپرېل – ۸ مې

د کانديدانو نوملیکنه

۹ – ۱۵ مې

د کاندیدانو د لومړني لیست برابرول

۱۶ – ۲۱ مې

د کاندیدانو د لومړني لیست ښوونه او ستونزې، اصلاحات او د استیناف غوښتنې

۱۶ مې – ۸ جون

د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون اورېدنې او پرېکړې

۲۱ مې

د رایه ورکوونکو د زده کړې/عامه پوهاوۍ د پروګرام پیل

۹ جون

د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د نوملیکنې د لست په هکله خپله پرېکړه اوروي

۹ – ۱۲ جون

د کاندیدانو د وروستي لیست خپرېدل

۹ – ۱۴ جون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای پاڼو وروستی ډیزاین برابروي

۱۴ جون

د راي پاڼو وروستی ډیزاین چاپ ته لېږدول کېږي

۱۵ جون – ۱۵  جولای

د رايه پاڼو چاپ

۱۶ جون – ۱۷ آګست

د سیاسي کمپاین بهیر

۲۰ جون

د ولسواليو منسجموونکو ټاکل

۱ – ۱۰ جولای

د رای اچولو او د رایو د شمېرلو د کارکوونکو ټاکنه

۱۵ جولای

د رایو د مرکزونو ځای او د رايه اچونې مرکزونو تعداد پای ته رسول

۱۶ جولای

رای پاڼې کابل ته رسېږي

۱۷ – ۱۹ آګست

د وسایلو برابرول، ولایتونو او د رایو مرکزونو ته د رایه پاڼو وېشل

۲۰ جولای – ۲۰ آګست

د رایو د مرکزونو د موقعیت اعلانول

۹ – ۱۱ آګست

د رایو د مرکزونو مدیرانو او د مرکزونو رئیسانو ته د رای ورکولو او د رایو د شمېرلو زده کړه ورکول

۲۰ اګست

د رايې اچونې ورځ

۲۰ اګست

د رایو د مرکزونو څخه د پایلو لاس ته راوړنه

۳ سپتمبر

د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړۍ پایلې (چې د شکایتونو په اړه د پرېکړو انتظار باسي)

۱۷ سپتمبر

د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ تصدیق شوي پایلې

د رایه ورکوونکو نوملیکنه

د ټاکنو د پلي قانون له مخې، د رای ورکوونکو شرطونه دادي چې افغان تابعیت ولری، د رای ورکولو په ورځ لږ تر لږه ۱۸ کلن او د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره ثبت شوی وي. دغه راز لازمه ده چې رایه ورکوونکی د یوه حکومتي محکمې لخوا په قانوني ډول د مدني یا سیاسي حقونو څخه محروم شوی نه وي.

د جمهوري ریاست، پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په درشل کې، د رایه ورکوونکو نوملیکنې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو په ترڅ کې ترسره شوې چې په ۲۰۰۵ کال کې هم اضافي نوملیکنه وشوه چې ټول ۱۲.۵ ملیونه د رایو کارتونه وویشل شول. سره له دې چې له ۲۰۰۵ کاله را په دېخوا د ډول ډول ارګانونو لخوا وړاندیز شول چې د رایه ورکوونکو یو دقیق شمېر معلوم شي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشر په سلا پرېکړه وکړه چې د ۲۰۰۸ کال د جولای په میاشت کې د رایه ورکوونکو کوم لست برابر نه کړي. دليل يې دا و چې دا کار د امنیتي خطر په لحاظ امکان نه لاره تر څو یو اجمالي نوملیکنه ترسره شي. د دې پر ځای، د نوملیکنې یو بل بهیر په څلورو پړاوونو کې تنظیم شو چې موخه یې د هغو کسانو نوملیکنه وه چې عمرونه یې د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو لپاره برابر شوي او هغه کسان چې خپل کارتونه یې له ۲۰۰۴-۲۰۰۵ را دېخوا ورک کړي او هغه کسان چې د یو ځای څخه بل ځای ته يې کډه کړې. په دې توګه د نویو ویشل شویو کارتونو شمېر ۴.۵ ملیونو ته ورسېده.

د یوه بیولوژیکي واحد له مخې (د ګوتو نښان) میکانیزم د نوملیکنې په دې بهیر کې (۲۰۰۹) وکارول شو څو د یوکس څو ځله نوملیکنه کشف کړي، خو بیا هم دا نوي ریکارډونه د ۲۰۰۴-۲۰۰۵ کلونو ریکارډونو سره مېچ نه کوي او د ۲۰۰۹ کال ټاکڼو لپاره به ترې کار نه اخیستل کېږي، دغه راز د رایه ورکوونکو هیڅ کوم لیست به د هېواد په هېڅ برخه کې نه ښودل کېږي.

د کاندیدانو نوملیکنه
دواړو ټاکنو ته د کاندیدانو د نوملیکنی دوه اوونیز بهیر د اپرېل په ۲۵مه پیل شو. دغه لېست اعلان شو او د پنځو اونېو ننګونه ورته وټاکل شو. د کاندیدانو د مشروعیت په هکله شکایتونه او ستونزې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون ته واستول شوې. حدوداْ ۹۱ کاندیدانو په خپله خوښه خپله کاندیداتوري په دې بهیر کې بیرته واخیسته. د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون ۵۶ نور کاندیدان د وروستي لیست څخه وایستل – دوه د ولسمشیزو ټاکنو، یو د ولسمشرۍ معاون او ۵۳ د ولایتي شوراګانو کاندیدان په دې کې شامل و. اکثره دغه کسان په دې خاطر د لېست څخه و ایستل شول چې د ناقانونه وسله والو ډلو سره یې اړیکې درلودې، لکه څرنګه چې د ټاکنو د قانون په ۱۵.۳ ماده کې هم راغلي دي. یو کاندید په دې خاطر چې جرمونه یې ترسره کړي و او بل هم د دوه ګوني تابعیت درلودلو په خاطر له لېست څخه و ایستل شول. د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو وروستی لېست چې په کې ۴۱ ولسمشریزو ټاکنو ته او ۳۱۹۵ ولایتي شوراګانو ته کاندیدان شامل وو اعلان کړ.

رایه ورکونه او د رایو شمېرنه
د رایه ورکولو تقریباْ ۷۰،۰۰۰ مرکزونه چې هر یو به څو د رایو ورکولو سټیشنونه لري په پام کې نیول شوي دي. دغه سټیشنونه به هر یو ۶۰۰ رایه ورکوونکو لپاره وي. د ښځو او نارینه و لپاره به د رایو د ورکولو بېل مرکزونه وي. د رایه ورکولو لپاره باید کس د رایه ورکولو په مرکز کې د رایې کارت له ځانه سره ولري. دا جواز نه لري چې یو کس په يو ولایت کې نوملیکنه کړی وي او غواړي چې په بل ولایت کې د ولایتي شوراګانو کاندیدانو ته رایه ورکړي.
د کوچیانو لپاره به هم د رایو سټیشنونه په مختلفو مرکزونو کې اختصاص ومومي او هغوي یوازې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته رایه ورکولای شي.
د ولسوالیو په کچه سيمه ايز همغږي کوونکي به د رایه ورکولو مرکزونو او د رایو د سټیشنونو مامورین چې په خپلو مربوطه ځایونو کې په کار بوخت دي له نږدې څاري.
رایه اچونه به د سهار پر اوه بجو پیل او د مازدیګر پر څلورو بجو پای ته ورسېږي. رایه ورکوونکی به یوه د رایو پاڼه ولسمشریزو ټاکنو او یوه هم د ولایتي شورا ټاکنو لپاره ترلاسه کړي (پرته له کوچیانو چې دوی یوازې د ولسمشریزو ټاکنو پاڼې ترلاسه کوي). تر ټولو لومړی به رایه ورکوونکی خپله ګوته په هغه رنګ کې ننه باسي چې پاکول یې امکان نه لري، وروسته هغوي ته دوه رایه پاڼې ورکول کېږي چې په پټه به یې په نښه کوي، وروسته به دغه په نښه شوي پاڼې په بېلو صندوقونو کې اچوي.

د ځانګړو شرايطو رایه
د لومړي ځل لپاره به د خاصو اړتیاو رایه اچونه هم وي چې په روغتون کې بستر ناروغان او هغو بندیانو ته د رایې د ورکولو زمینه مساعده شي چې له خپلو مدني او سیاسي حقونو څخه د محکمې لخوا بې برخې شوي ندي. دې لپاره به روغتونونو او زندانونو ته تر ټولو نږدې د رایو مرکزونه به دغو ځایونو ته د رايو صندوقونه وېسي چې د رایې امکان مساعد شي، خو دا کار به د امنیتي تدابیرو تر تضمین وروسته ترسره کېږي.
پوځي رایه ورکوونکي او کورني بې ځایه شوي خلک به خپلو کمپونو او پوځي هډو ته نږدې مرکزونو کې رایه ورکوي چې ورته به اضافي د رایو د سټیشنونو کارکوونکي هم وګومارل شي.

شمېرنه

 

د نورو کلونو پر خلاف چې د رایو شمېر د حوزوي مرکزونو په سطحه (۲۰۰۴) او ولایتي مرکزونو په سطحه (۲۰۰۵) ترسره کېده، سږکال به رایې د رایو په همدې مرکزونو کې شمېرل کېږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون پلان لري چې د نارینه وو په سټیشنونو کې د شمېرنې نارینه کارکوونکي او د ښځینه وو په سټېشنونو کې د شمېرنې ښځینه کارکوونکي وګماري. په هغو ځایونو کې چې د اجتماع- کلتوريزو دلایلو له لامله کافي اندازه ښځینه کارکوونکي موجود نه وي نو نارینه به د رایو شمېرنه ترسره کوي. په کابل کې د رايو شمېرنه به په دوه مختلفو پړاوونو کې ترسره کېږي: ۱) د ولسمشريزو رایو شمېرنه به د رایو د ورکولو په ورځ کله چې رایه ورکول ختميږي پیل شي. ۲) د ولایتي شوراګانو د رایو شمېرنه به د اګست د ۲۱مې نېټې په سهار پیل شي..

 

 
English  |  دری

All rights reserved © European Commission