سريزه
اروپايي کميسيون د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څارنې ماموريت د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د څارنې لپاره وګماره، په دې توګه چې د ۲۰۰۹ کال د اګست په شلمه دې پېښ شي. د اروپايي پارلېمان غړي، فليپ مورغيون د دې ماموريت مشر دی.
د اروپايي ټولنې ماموريت د اروپايي کميسيون لخوا په افغانستان کې د سولې او ډيموکراسي بهير د ملاتړ لپاره يوه بله ونډه په ګوته کوي. د ۲۰۰۴ کال د ولمشريزو ټاکنو په بهير کې اروپايي کميسيون د ډيموکراسۍ او ټاکنو د ملاتړ ماموريت وګماره، او په ۲۰۰۵ کې د اورپايي ټولنې لخوا د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو لپاره د څارلو لپاره د څارنې يو ماموريت وګماره. د بهرنيو اړيکو او د اروپايي ګاونډيتوب پاليسۍ کمېشنر، بېنېټا فرور والډر وايي:
“د څارنې دا ماموريت په افغانستان کې د ثبات او ډيموکراسي لپاره د اروپايي ټولنې لخوا يوه بله ښکاره نښه ده.
”
دا ماموريت د ټاکنو د پروسې يوې ټولېزې ارزونې ته ژمن دی او تر خپلې وسعې څارنه کوي چې دا ټاکنې څومره له نړيوالولو معيارونو، او د هېواد له قانون سره، سر خوري. د اروپايي ټولنې د څارنې ماموريت افغانستان ته د اروپايي کميسيون د پلاوي او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادو څخه خپلواک دی. دا ماموريت په خپلو لاسته راوړنو کې ناپېلی او خپلواک دی.
“راتلونکې ټاکنې په افغانستان کې د يو ځوان ډيموکراتيک جوړښت لپاره يو مهم پړاو دی، ځکه چې په لومړي ځل به دا جوړښتونه خپله د افغانانو له لورې رهبري شي،
” بېنېټا فرور والډر وويل.
” حال دا چې د هېواد په اوسنيو سياسي او امنيتي حالاتو کې دا يو لوی ګواښ دی. د ټاکنو د څارنې دا ماموريت به تر ټولو زياتو سختو ټاکنيزو، امنيتي او لوژستيکي وضعو کې کار کوي. زه خوښ يم چې د ښاغلي موغيون تر لارښوونې لاندې، د ټاکنو د څارنې دا ماموريت به په بري سره خپله ژمنه ترسره کړي
” .
۶۷ شنونکي او څارونکي د ټاکنو د چاپېريال ټولې برخې ارزوي. دا ساحې عبارت دي، د ټاکنو لپاره قانوني کارچوکاټ، سياسي وضع، د ټاکنو اداره، د رايه ورکوونکو او نوماندانو ثبتونه، د بشري حقوقو وضع، د مدني ټولنې او رسنيو ونډه، همدارنګه پخپله ټاکنيز کمپاين، رايه ورکونه، حسابول، پايلې او تر ټاکنو وروسته چاپېريال. ۵۰ لنډمهاله څارونکي به د افغانستان تقريباً په ټولو ۳۴ ولاياتو کې ، پخپله د رايه ورکونې پر ورځ پروسيجر ارزوي. دا ماموريت به د شکايتو او استينافو بهير هم اروزوي.
سرڅارونکی به تر رايه ورکونې لږه موده وروسته د لومړنيو لاسته راوړنو په هکله يوه وينا وړاندې کوي او تر رايه ورکونې نږدې دوه مياشتې وروسته به يو وروستی رپوټ هم خپور شي. دا رپوټ به د ټاکنې د بهير يو تفصيلي شننه برابره کړي او د راتلونکو ټاکنيزو پروسو لپاره به سپارښتنې هم ولري.