قانوني کارچوکاټ
د دولت او ټولټاکنو سیسټم
د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون له مخې د افغانستان ولسمشر د دولت مشر او د افغان پوځ اعلی قوماندان بلل کېږي. د مرکزي دولت د اجرايی برخه به د ولسمشر پر غاړه وي چې د آزادو او پټو رایو په واسطه به د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي، چې دوو پړاوونو ته ځان کاندیدولای شي. د ولسمشرۍ لپاره بايد کاندید د رایو غوڅ اکثریت – یعنې تر ۵۰ سلنې څخه زیاته ترلاسه کړي. که کاندیدان د رایو غوڅ اکثریت ترلاسه نکړي نو د هغو دوو کاندیدانو تر منځ چې تر ټولو یې زیاتې رایې ګټلې دي د ټاکنو یو بل پړاو په لاره اچول کېږي. د ټولټاکنو د کمیسیون د مهالوېش پر بنسټ د ۲۰۰۹ کال د اګست د ۲۰مې د ټولټاکنو پایلې د سپټمبر په ۱۷مه مالومېږي. که د دغو پایلو پر بنسټ داسې کوم ګټونکی چې د رایو غوڅ اکثریت يې (۵۰٪ څخه زیات) یې ترلاسه کړی وي نه وي، د جمهوري ریاست دوهم پړاو به د اکټوبر په لومړۍ نېټه ترسره کېږي.
مقننه قوه د دوو خونو څخه چې د ملي شورا په نوم یادیږي جوړه شوې ده چې ولسي جرګه په مستقیمه توګه ټاکل شوې او مشرانو جرګه په غیر مستقیم ډول. د ولسي جرګې د ۲۴۹ غړو ټاکنې تېر ځل په ۲۰۰۵ کال کې د يو او نه انتقالېدونکې رایې په سیسټم ترسره شوې. دوی د یوې پنځه کلنې دورې لپاره وټاکل شو. په دې کې لږ تر لږه څلورمه برخه څوکۍ ښځو ته ورکړل شوي دي. د مشرانو جرګې غړي د ګډ سیسټم له مخې ټاکل شوي – هره ولایتي شورا خپل دوه غړي مشرانو جرګې ته ورپېژني څو د مشرانو جرګې د غړي دوه برخې پوره کړي. د غړو پاتې درېمه برخه د ولسمشر لخوا د کارپوهو او مجربو کسانو له منځه ټاکل کېږي.
د ۲۰۰۷ کال د ولایتي شوراګانو قانون د دې شوراګانو دنده داسي تشرېح کوي چې د ولایتونو په پرمختګ کې ونډه واخلي او اداري چارې ښې کاندي. د ولایتي شورا غړي د نسبي اکثریت پر اساس ټاکنو کې ټاکل شوي – د افغانستان په ۴۳ ولايتونو کې یوه ولایتي شورا شته. په دې شورا ګانو کې له ۹ څخه تر ۲۹ پورې غړي شامل دي البته د هر ولایت د نفوسو په تناسب. د ۲۰۰۵ کال د ټاکنو تر قانون لاندې د ښځینه کاندیدانو قانون جوړ شو چې د هر ولایتي شورا لږ تر لږه څلورمه برخه دې باید ښځو ته ورکړل شي.
مدني او سیاسي حقونه
اساسي قانون د بشر ټول اساسي حقونه او آزادۍ د هېواد ټولو اتباعو ته تضمینوي او په ښکاره توګه وايي چې د بشري حقونو نړېوالې اعلامیې او نورو نړېوالو تړونونو ته دې چې افغانستان امضا کړي درناوی وشي. افغانستان د ۱۹۸۳ کال د اپرېل په میاشت کې د نړېوال مدني او سیاسي حقونو تړون؛ د ۱۹۸۳ په اګست کې د هر ډول توکمیز تبعیض له منځه وړلو نړېوال تړون، او د ۲۰۰۳ په مارچ کې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو تړون تصويب کړی.
اساسي قانون د غونډو او شورا ګانو د آزادۍ ضمانت کوي. په غونډو او مظاهرو کې ګډونوال دې باید ۲۴ ساعته مخکې له غونډې څخه ځايي مقامات په لیکلي ډول خبر کاندي.
قانوني وسیلې
د افغانستان د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون د ۲۰۰۹ کال د ټولټاکنو اساس ګڼل کېږي. یو لړ قوانین لکه د ټاکنو قانون (۲۰۰۵)، د سیاسي ګوندونو قانون (۲۰۰۵)، ولسمشریزه فرمانونه او نورې مقررې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا صادر شويدي، د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو ټاکنو ته یو کارچوکاټ برابروي. د ۲۰۰۹ په مې کې د دغو ټاکنو قانوني کارچوکاټ نوره هم پراختيا وموندله، البته دا پراختيا د ولسمشر د یو فرمان په اساس چې د ټاکنو په چارو کې د نه لاسوهنې امر کوي (۱۳۸۸) او د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون لخوا خپرو مقرراتو پر بنسټ ده.
اصل اړونده متنونه لانديني لېست کې شامل دي:
قوانین:
- د سیاسي ګوندونو قانون
- د ټاکنو قانون
- د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون
- د افغانستان د تابعیت قانون
- د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جوړېدو لپاره د ولسمشر فرمان
- د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې د نه لاس وهنې په اړه د افغانستان د اسلامي دولت د ولسمشر فرمان
- د غونډو، مظاهرو او نیوکو د قانون پر تصویب د افغانستان انتقالی اسلامي دولت د ولسمشر فرمان
- د پولیسو قانون
د مقررو متنونه:
- د ټاکنو د کمپاین مقرره
- د ټاکنو د کمپاین د مالي لګښت د افشا کولو مقرره
- د ټاکنیزو ننګونو او شکایتونو مقرره
- د ټاکنو د پایلو د تصویب مقرره
- د معلوماتي ټکنالوژۍ مقرره
- د ټاکنې د لنډ مهالو کارکوونکو مقرره
- د نوملیکنې، رایه ورکولو، او د رایو د شمېرنې په مرکزونو کې د ځانګړو مېلمنو د راتګ مقرره
- د رای ورکولو مقرره
- د رسنیو د کمیسیون پرانيسته او د ټولیزو رسنیو د فعالیت په اړه مقرره
- د شمېرنې مقرره
- د کاندیدانو د نوملیکنې مقرره
- د ټاکنو د حساسو اسنادو د آرشیف او له منځه وړلو مقرره
- د ټاکنو د کمپاین مقرره
- د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مقرره د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د مرکزونو د زیاتوالي په اړه
- د رایه ورکوونکو د نوملیکنې مقرره
- څارونکو، خبریالانو، د سیاسي ګوندونو استازو او خپلواک کاندیدانو ته د باورلیکونو د ورکولو مقرره
- د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون د طرزالعمل مقررې
نور مکمل کوونکي اسناد:
- د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو اصول لیک
- د څارونکو اصول لیک
- د رسنیو اصول لیک
د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون
د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون په رسمی ډول د ۲۰۰۹ کال د اپرېل پر ۲۶مه د ټاکنو د قانون ۵۲ مې مادې سره سم پرانستل شو څو لاندې مسایل ملاحظه او پرې پرېکړه وکړي:
- د ټاکنو په بهیر کې د ټاکنیزو سرغړونو په اړه شکایتونه او له قانونه د سرغړونې په دې شرط تر غور لاندې نيول کېږي چې شکایت وړاندې له دې چې د ټاکنو پایلې تصویب شي دغه کمیسیون ته ورسېږي شي؛ او
- هغه ننګونې چې د کاندیدانو په لیست کې د هغوي د مشروعیت یا اهلیت په اړه د ټاکنو په بهیر کې را منځ ته کېږي.
|