European Union European Union Election Observation Mission to Afghanistan 2009
   
EU Ecuador flag

د رسنيو د څارنې پېژندنه
د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څارنې د ماموريت د رسنيو برخه د کمپاين په بهير کې د رسنيو پوښښ ارزوي، چې دا ارزونې رسنيو ته د لاسرسي حق، د پوښښ تخصيص او د ډله ييزو رسنيو توازن ارزوي. څارنه د نړيوالو کيفي او کميتي تحليلوي معيارونو سره سمه تګلاره لري. د څارنې برخه د رسنيو د پوښښ برخه په دې موخه څاري چې دا وارزوي چې:    

  • ايا خپلواک نوماندان او سياسي ډلې د کمپاين په بهير کې ډله ييزو رسنيو ته مناسب او مساوي لاسرسی لري؛
  • ايا رسنۍ نوماندانو سره  مناسب، متوازن او له تبعيضه پاک چلند کوي.
  • د کانديدانو لپاره د رسنيو د پوښښ ونډه.
  • ايا رسنۍ او چارواکي د ټآکنو او کمپاين مقررو پيروي کوي.
  • ايا رسنۍ، ټاکنيزې ډلې سره په کافي توګه د ټاکنو موضوعات شريکوي څو د ټاکنو په ورځ يو ښکاره انتخاب وکړي.

د اروپايي ټولنې د څارنې څانګه خپرنيزې او چاپې رسنيو يو استازې نمونه ټاکي. هره ورځ تصوير غږيزه رسنۍ د اعظمي خپرونو پر مهال د کمپاين په ټول بهير کې څارل کېږي. چاپي رسنۍ هم په ورځني ډول څارل کېږي.

سربېره پر هغه مهال او ساحه چې سياسي لوبغاړو، ډلو او نوماندانو ته ورکړل شوي، د څارنې څانګه د رسنيو د ونډې پوښښ هم په دريو کټګوريو ويشي: مثبت، منفي او ناپيلې. دا دې لپاره ترسره کوو چې بېلابېلو نوماندو او ډلو سره د رسنيو د مخرجو په ټوليز خوی وپوهېږو. د افغانستان د ۱۳۸۸ ټاکنو لپاره، تحليلګرانو يو لس کسيزه ډله ترتيب کړې، څو د فعاليت د څرنګوالي او کميت يو ښه تحليل او د هېواد د زياترو برېښنايي او چاپي رسنيو منځپانګې چمتو کړي. د رسنيو د فعاليت د کارډلې همېشنۍ ارزونه د اروپايي ټولنې د څارنې د څانګې لخوا په ټوليزه توګه د ټاکنو د بهير څارنه تشکيلوي.

 

 
English  |  دری

All rights reserved © European Commission