د رسنيو د څارنې تګلاره
د څارنې تګلاره د څرنګوالی او کميت پر معيار ولاړه ده. د څرنګوالي توکی سياسي لوبغاړو ته ورکړ شوی پوښښ ارزوي البته د رسنۍ د مخرجو د استازي نمونې پر بنسټ. دا کار هره ورځ په ډله ييزو رسنيو کې د هوايي څپو د ثانيو په حسابولو ترسره کېږي، او د چاپي رسنيو د سانتي متر مربعو مساحت په حسابولو.
ډله ييزې رسنۍ
دولتي او نادولتي خصوصي راډيويي او ټلويزوني چېنلونه هره ورځ ډېر ليدوني ساعتونو پر مهال ريکارډ او څارل کېږي. د هغو ټولو پروګرامونو ارزونه کېږي چې د سياسي لوبغاړو پورې اړه لري، په شمول د خبرونو، د اوسنيو ټاکنو پروګرامونه، کنفرانسونه، تفريحي ښوونې، او داسې نور. څارونکي هر نوماند يا سياسي ګوند ته په بحثونو کې د چينلو له لورې ورکړ شوی مهال د ثاينو پر پنسټ حسابوي. په همدې توګه څارونکي د منفي، ناپيليتوب او مثبتو کټګوريو پر بنسټ د پوښښ ونډه څاري. په دې توګه، د څارنې برخه دا هم ارزولای شي چې ايا دوی نوماندانو ته متوازن پوښښ برابروي که نه.
چاپي رسنۍ
چاپي رسنۍ هم هره ورځ څارل کېږي په دې توګه چې دوی نوماندانو او په ټاکنو کې دخيلې سياسي ډلو ته د کيفيت او کميت له مخې څومره پوښښ ورکوي.
د ۱۳۸۸ ټاکنو څارل
د ۱۳۸۸ ټولټاکنو څارلو لپاره، د اروپايي ټولنې د څارنې برخه ۴ ټلويروني، ۴ راډيويي او ۴ چاپي خپرونې څاري. په ۴ ټي وي چينلو کې د افغانستان ملي راډيو ټي وي يا RTA ، او نادولتي چينلو کې شمشاد، اريانا او طلوع چينلونه شامل دي. په ۴ راډيوګانو کې دولتي راډيو شامله ده، او نادولتي عبارت دي له، کيليد، سلام وطنداره او ارمان راډيويي چينلو څخه. په چاپي رسنيو کې مو تمرکز پر انيس، هېواد، ارمان ملي، او چراغ راڅرخي. د څارنې برخه د رسنيو د ميلان لرليد هم په رپوټ کې څېړي.
رسنيزه ډله به د رسنۍ چاپېريال هم په ټوليزه توګه تحليلوي، د دې لپاره چې مالومه کړي چې ژورنالېستان څومره په خپلو چارو کې د دولتي مداخلې او پرېمانه دولتي کنټرول څخه خپلواک دي، او دا چې ژورنالېستان د خپلو رپوټونو د وړاندې کولو په بهير کې څومره له تحديد يا تېري سره مخ دي.