د اروپايي ټولنې د ټولټاکنو د څارنې د ماموریت تګلاره
د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څارنې ماموریت چې مشري یې د یو سرڅارونکي په غاړه ده او یو مرکزي ټیم لري چې د ټاکنو د ورځې څخه اته اونۍ مخکې په هېواد کې په کار ګمارل شوی دی. دغه ټيم اوږدمهاله څارونکي لري چې د ټاکنو د ورځې څخه پنځه تر شپږو اونيو د مخه د ټاکنو د ترتیباتو څارنه کوي. لنډ مهاله څارونکي به د ټاکنو د ورځې څخه لږ وړاندې ورسېږي چې د دې ماموريت د څارنې وړتيا د رایه ورکولو، رای شمېرنې او د پایلو په راغونډولو کې لازیات کړي.
د څارنې هېڅ ماموريت د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه نه کوي او د دې صلاحیت نلري چې غلطۍ بدلې، پياوړې یا سمی کړي یا د ټاکنو په بهیر کې د بدلونونو وړاندیز وکړي. د څارنې د ماموريت یوازنۍ دنده داده چې د ټاکنو د بهیر په اړه معلومات را ټول او تایید کړي، دا معلومات تحليل او له ټاکنو وروسته خپلې لاس ته راوړنې خپرې کړي. د یو اصل په توګه د اروپايي اتحادیې د ټاکنو د څارنې ماموريت د کوربه هېواد، د حکومت په خوښه فعالیت کوي.
په ټول هېواد کې د ټاکنې د مامورینو سره په ملي، سمه ییزو او محلي سطحو، سیاسي ګوندونو، کاندیدانو، مدني ټولنې او رسنیو سره منظمې مرکې ترسره کېږي. څارونکي په صریح ډول سره د شکایتونو، آوازو، تورونو او منل شوو حقایقو ترمنځ توپیر په نظر کې نیسي. یوازې هغه حقیقتونه چې د څارونکي ماموريت لخوا په سترګو لیدل شوي او منل شوي وي د دې ماموريت په رپوټ کې انعکاس مومي. دغه راز، که څه هم مارموريت له نورو څارونکو ادارو سره همکاري لري، خو یوازې هغه مالومات چې د دې ماموريت د نړېوالو څارونکو لخوا راټول شوي وي، د دې ماموريت په وينا او وروستي رپوټ کې انعکاس مومي.
له ټاکنو څخه څو ورځې وروسته، د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څارنې د ماموريت سرڅارونکی یوه عمومي لومړنۍ بیانیه خپروي چې د دې ټول بهیر اوږدمهاله او لنډمهاله څارنه رانغاړي. د ټاکنو د وروستيو پایلو له مالومېدو تقریباْ دوه میاشتې وروسته یو هر اړخیز رپوټ خپرېږي چې دا رپوټ به د اړتيا په صورت کې یو لړ وړاندیزونه د ټاکنو د بهیر او د ډیموکراتیک چاپېريال د ښه والي لپاره په بر کې نيسي.
اروپايي اتحادیه په ټوله نړۍ کې د ټاکنو د څارنې ماموریتونه ترسره کړي دي، لکه په لاندې هېوادونو کې: سریلانکا، توګو، تانزانیا، ګویانا، زیمبابوې، پیرو، نیکاراګوا، آیوري کوسټ، فلسطین،اندونیزیا، بنګله دیش، ختيز تیمور، سورینامي، کامبوج، جنوبي افریقا، پاکستان، مدغسکر، اکوادور، کینیا، نایجیریا، رواندا، کامبوج، ګواتیمالا، موزامبیق، غربي تړانګه او غزه، حبشه، ګینی بیساو، یوګاندا، افغانستان، یمن، فیجی او نیپال.
د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څارنې د ماموريت اصلي موخې
د ۷ مهمو معیارونو پر بنسټ د ټاکنو ارزونه چې د اروپايي ټولنې لخوا د ټاکنو د کیفیت د ارزونې پر موخه په پام کې نیول شوي، ترسره کېږي او دغه معیارونه د سیمې او نړۍ د معیارونو سره مقایسه کېږي. دا معيارونه عبارت دي له:
. د ټاکنو ادارې لخوا د بیطرفۍ کچ؛
. د خپلو نظرونو په وړاندې کولو کې د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو خپلواکي؛
. ټاکنو لپاره دولتي سرچينو ته د لاسرسۍ د امکاناتو کچ؛
. رسنیو او خاصتاْ دولتي رسنیو ته د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو د لاسرسۍ کچ؛
. رای ورکوونکو ته د نړیوالو آزادیو ورکړه؛
. نور داسې شیان چې د ټاکنو ډیموکراتیک ماهیت پورې اړه لري لکه په کمپاین کې تاوتریخوالی، د قانون حاکمیت، قانوني کارچوکاټ او داسې نور؛
. د رایو د ورکولو او شمېرلو بهیرونه. |