European Union European Union Election Observation Mission to Afghanistan 2009
   
EU Ecuador flag

د اروپايي ټولنې د ټاکنو د ماموريت ونډه

په ټوله نړۍ کې د اروپایي ټولنې د ټاکنو د څارنې د ماموريتونو موخه داده چې د یو هېواد ډیموکراتیکو بنسټونو او طرزالعملونو سره په پرمختګ کې ملاتړ وکړي، او له ملګرو هېواد سره د لوړ معيار ټولټاکنو په سرته رسولو کې مرسته وکړي. په دې مفهوم سره د ټاکنو د څارنې ماموريت د ټاکنو د پروسې یو هر اړخیز تحليل کوي او د ټاکنو ناپېلې او اعلان شوې ارزونه کوي چې د رايه ورکوونکي لا زيات ډاډه کړي څو په رايه ورکونه کې په ازادانه توګه ګډون وکړي.

د څارنې ماموريت د ټاکنو د بهیر ټول اړخونه ارزوي چې په کې د یوې سیمې د مؤکلینو تحدید؛ د رای ورکوونکو او کاندیدانو نوملیکنې؛ د ټاکنو د مامورینو زده کړه؛ د رایه ورکوونکو لپاره زده کړه؛ د رسنیو پوښښ؛ کمپاین او د ټاکنو ورځې لپاره تیاری او د استیناف بهیر شاملېږي.

همدا راز، ماموريت اساسي قانون او د ټاکنو قانوني کارچوکاټ ارزوي. د ټاکنو په ورځ، څارونکي د رایې ورکولو مرکزونو ته ځي څو د پیل، رایه اچونې، د رایو د شمېرنې او د ټاکنو د پایلو اجماع وڅاري. د دغه ماموريت اصلي اصول په یوه ابلاغیه کې چې د اروپايي کمیسیون لخوا د اروپايي ټولنې مرستې او څارنې په هکله خپره شوې داسې راځي:

"د ټاکنو نړېواله څارنه پر مکمل پوښښ، بیطرفۍ، روڼتيا، او مسلکيت اصولو باندې ولاړه ده. د دې څارنې وروستۍ موخه داده چې د ملي ظرفیتونو د پراختيا له لارې ډیموکراسي هر ملت کې په ژوره توګه بنسټیزه کړي څو په پښو ودرېږي. ددغه کار اصلي موخې دادي چې یوه ټاکنیزه پروسه مشروع کاندي، البته که امکان ولري، او د خلکو باور پر ټاکنیز بهیر باندې زیات کړي، د درغلۍ مخه ونیسي، بشري حقونو ته درناوی ځواکمن کړي، او د نزاع او ټکر په حلولو کې مرسته وکړي."

پورتنی مطلب له دغه آدرسه اقتباس شوی: د اروپایي ټولنې د ټاکنو د څارنې او همکارۍ په اړه د اروپايي کمیسیون ابلاغیه. بروکسیل، د ۲۰۰۰ کال د اپرېل ۱۱مه، کوم (۲۰۰۰)، ۱۹۱ وروستی.

 

 

 

 

 
English  |  دری

All rights reserved © European Commission